تل‌ابیب او بیت‌المقدس لاريون؛ لسګونو زرو اسرائیلیانو د غزې اوربند او بندیانو خوشې کېدو غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۴):

لسګونه زره اسرائيليانو تېره ورځ په تل‌ابیب او بیت‌المقدس ښارونو کې د پراخو لاريونونو پر مهال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ وغوښتل، چې د غزې اوربند او د بندیانو د خوشې کېدو موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا مهال په غزه کې ۴۸ اسرائيليان د حماس سره بنديان دي، چې د چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۰ تنه یې ژوندي دي.

د دغو کسانو کورنۍ وايي، د اسرائیلي پوځ پرلپسې بریدونو د دوی د خپلوانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

له بلې خوا ټرمپ څرګنده کړې چې دی په جدي ډول د حماس له جهادي غورځنګ سره د خبرو هڅې کوي، خو تر دې دمه د کومې هوکړې د ترلاسه کېدو زمینه نه ده برابره شوې.

له بله پلوه تېره ورځ د حماس يوه لوړپوړي غړي اسامه حمدان ويلي و چې د اوربند او بنديانو خوشې کولو په اړه د ټرمپ څرګندونې يواځې تشې خبرې دي او هيڅ عملي اقدامات نه کوي.

دغه راز د حماس په تازه ويډيوګانو کې له دوی سره بندي اسرائيلي وګړو ويلي چې دوی په اصل کې د نتنياهو د حکومت بنديان دي او نتنياهو د دوی د خوشې کولو هيڅ اراده نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button