حماس: د مقاومت سپیڅلي مسیر ته تر بریا دوام ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي مشر “عبدالرحمن شديد” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې د دې مبارک مقاومت خوځښت که مشران وي او که جنګيالي د نازي او جنايتکار اشغال پر وړاندې په مبارزې او مقاومت ته دوام ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅ ډول وژنې او ګواښونه د حماس د مبارزې اراده نه شي ماتولی او نه به د دې لارې څخه شاتګ کېږي.

هغه زیاته کړه، دا لاره به هېڅکله پرېښودل نه شي تر هغه چې د آزادۍ موخه ترلاسه شي.

عبدالرحمن شديد څرګنده کړه چې د الله تعالی په مرسته به د فلسطین ولس خپل مشروع حق ترلاسه کړي او د قربانیو لړۍ به د همدغې سپېڅلې موخې لپاره دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button