یمني ځواکونو د فلسطین ۲ بالستیک توغندیو په وسیله مهم صهیونیستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی، چې د فلسطیني ولس او د مقاومت ځواکونو د ملاتړ او د غزې پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د نسلوژنې او محاصرې د ځواب په توګه یې نوي پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د یمني پوځ د معلوماتو له مخې یو هایيپرسونیک او څو “فلسطین۲” بالستیک توغندیو پر مټ یې د اشغال شوې بیتالمقدس شاوخوا حساس هدفونو ویشتلي دي.
د پوځ په وینا، دغه عملیات په بریالیتوب ترسره شوي او د صهیونیستانو او میلیونونه پټنځایونو ته تښتیدلي دي.
سرچینې زیاتوي چې د بېپیلوټه الوتکو لخوا هم د هوايي ځواک درې بریدونه ترسره شوي، چې پکې د رامون هوایي ډګر او د اشغالي فلسطین په جنوبي “امالرشراش” سیمه کې دوه مهم هدفونه په نښه شوي دي.
د یمني پوځ په وینا، دغه بریدونه هم په بشپړه توګه بریالي و.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ټینګار کړی، چې تر هغه وخته به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي څو چې د غزې پر وړاندې تېری پای ته ونه رسېږي او محاصره نه وي ختمه شوې.



