ترکیې او سعودي د قطر پر خاوره د اسرائيلو برید په کلکو ټکو غندلی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی ۱۴۰۴):
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې په دوحه کې د حماس د مذاکره کوونکو پر ټیم او سياسي دفتر د اسرائيلو برید په کلکو ټکو غندلی دی.
هغه دغه برید د تاوتریخوالي د پراخېدو، د شخړو د زیاتوالي او د سیمې د بېثباتۍ لامل بللی او د قطر د حاکمیت ښکاره نقض یې یاد کړی دی. اردوغان ټینګار کړی چې انقره به د قطر له دولت او خلکو سره په پوره قوت ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې له لارې پر قطر د اسرائيلو برید غندلی او دا یې د دغه هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
یاد وزارت د اسرائيلي ځواکونو «جنايتکارانه تېري» د سختو پایلو خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د قطر د هر ډول اقدام لپاره به خپل ټول امکانات د دې هېواد په واک کې ورکړي.



