حسام بدران: د رهبرانو شهادتونه د فلسطیني ملت اراده نه شي ماتولای

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” ټینګار کړی، چې د مقاومت د رهبرانو شهادتونه به د فلسطیني ملت اراده کمزورې نه کړي او اشغالګر رژیم به هېڅکله هم د مقاومت او ولس ترمنځ بېلتون او تفرقې اچولو کې بریالی نه شي.

بدران “کابل ټکی کام وېب پاڼې” ته وویل: د قوماندانانو او رهبرانو شهادتونو به هېڅکله د فلسطین د ملت عزم کمزوری نه کړي.

هغه زیاته کړه: اشغالګر هڅه کوي د فلسطین د ملت اراده او د مقاومت بنسټونه مات کړي؛ خو په دې کې به بریالی نه شي.

بدران ټینګار وکړ چې د شهیدانو وینې به د زړورتیا او مقاومت مفاهیم زموږ په منځ کې ژوندي وساتي.

بدران څرګنده کړه: د شهیدانو وینه به لویې بریاوې راولي، لار به روښانه کړي او دا تیاره به بې شکه پای ته رسیږي.

د حماس یاد مشر وویل: موږ باور لرو چې راتلونکې ورځې به د فلسطیني ملت د یوه خپلواک، متحد او ځواکمن فلسطیني دولت د جوړېدو زیری واوري.

مربوطه مطالب

Back to top button