امریکا د قطر پر برید د اسرائيلو له پلان مخکې خبره وه، ټرمپ وايي پر دې بريد خوښ نه دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی ۱۴۰۴):

امریکایي چارواکو ویلي چې د ډونالډ ټرمپ اداره د اسرائيلو له هغه پلان شوي برید څخه خبره وه چې په دوحه، قطر کې د حماس پر دفتر ترسره شو.

راپورونه وايي، اسرائيلو د دې عملیاتو لپاره څو میاشتې پلان جوړ کړی و او د سپينې ماڼۍ ځانګړي استازي هم د اسرائيلو او حماس ترمنځ د سولې په خبرو کې ښکېل وو.

د حماس یو چارواکي سی‌ان‌ان ته ویلي چې د دوی مذاکره کوونکي په دغه برید کې تر جدي ګواښ لاندې راغلي وو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، د پېښې له څېړلو وروسته اوس د دوحې وضعیت امن بلل کېږي او د څېړنې لپاره ځانګړي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې برید پر څرنګوالي خپله ناخوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا یو اړخیز اقدام و، چې د واشنګټن او تل‌ابيب ګډو اهدافو ته زیان رسوي. نوموړي زیاته کړه چې د ټولو اړخونو په اړه «ډېر خوښ نه دی» او ژمنه یې وکړه چې د چهارشنبې په ورځ به په دې اړه رسمي څرګندونې وکړي.

د سعودي، افغانستان ، پاکستان، ترکيې، اروپايي ټولنې او يو شمېر نورو هېوادونو په دوحه کې د حماس پر دفتر بريد غندلی او دا يې له ټولو اصولو غير قانوني بريد بللی دی.

قطر ويلي، چې دوی د ځواب ويلو حق لري، خو تر اوسه يې د اسرائيلو پرضد عملي اقدام نه دی کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button