په کابل کې د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره ګډې کمېټې د ساحوي ټیمونو کار پیل کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی ۱۴۰۴):

د عدلیې وزارت وایي، د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ساحوي نظارت ټیمونه جوړ کړي دي.

دغه ټیمونه چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو استازي په کې شامل دي، د ربیع الاول په ۱۶مه نېټه یې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

په وروستیو غونډو کې پرېکړه شوې چې د کورونو مالکین حق نه‌لري له ۱۰ سلنې څخه ډېر د کرایې زیاتوالی وکړي.

د معاملاتو لارښوونې دفترونه مکلف شوي چې له ټاکل شوي حد څخه لوړ کورونه په کرایه ورنه‌کړي، او سرغړونکي به تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.

دغه راز، د کرایې هغه قراردادونه چې پر سپین کاغذ یا په خپل‌سر لیکل شوي وي، له اعتبار څخه غورځول شوي او د ترلاسه کېدو په صورت کې به سرغړونکي قانوني پوښتنو ته ځواب وايي.

ګډې کمېټې ټینګار کړی چې په کابل او ولایتونو کې به د کرایې له قراردادونو سخت څارنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button