شجاعیه کې د سرایة القدس برید؛ صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

د غزې په ځتیځې “شجاعیه” سیمه کې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې “سرایة القدس” پر صهیونیستي اشغالګرو پوځیانو برید کړی، چې د راپورونو له مخې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

برید کې د مقاومت ځواکونو لخوا د اشغالګرو پوځیانو مرکزونه په نښه شوي او د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې ګڼ پوځي وسایط هم تخریب شوي دي.

سرایة القدس په دې برید کې له درنو وسلو ګټه اخیستې او د صهیونیستي ځواکونو څو پوځي مرکزونه یې هدف ګرځولي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا برید د مقاومت ځواکونو د چټکتیا او همغږۍ ښکارندویي کوي.

د ویلو ده، چې که څه هم یادو بریدونو کې صهیونیستي اشغالګرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی څرګند شوی؛ خو د قدس لېوا د رسنیو څانګې د ۷ صهیونیستي اشغالګرو د وژلو او ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button