په نیپال کې لاریونونه؛ پارلمان، ولسمشرۍ ماڼۍ او ستره محکمه سوځول شوي، لومړی وزير وتښتېد

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی ۱۴۰۴):

په نیپال کې د حکومت د فساد او د ټولنیزو شبکو د بندیز پر ضد لاریونونه په تاوتریخوالي او خونړۍ بڼه بدل شوي دي. رسنۍ وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د مظاهرو په ترڅ کې د پارلمان، سترې محکمې، ولسمشرۍ ماڼۍ او د لومړي وزير استوګنځای ته اور اچول شوی دی.
لاریونوالو د لویو شاپینګ مالونو او بانکونو لوټ هم کړی او د دې صحنو ویډیوګانې په پراخه کچه په ټولنیزو شبکو خپرې شوې دي.
د راپورونو له مخې، لومړی وزير کي پي شرما اولي له استعفا وروسته د چورلکې له لارې له هېواده وتښتېد او ویل کېږي چې متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
د پوځ چارواکو لاریونوالو ته د خبرو وړاندیز کړی، خو د هېواد سیاسي راتلونکی لاهم ناڅرګند دی.

مربوطه مطالب

Back to top button