خالد مشعل: د غزې حالت بايد د ټولې نړۍ اندېښنې راوپاروي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس د رهبري شورا غړي خالد مشعل ویلي، غزه جګړې په سر اخېستې ده او د قتل عام، لوږې، کډوالۍ، سیستماتیکې وژنې له هڅو سره مخ ده.
مشعل د همدې حالت په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې دا وضعیت باید د ټولو اندېښنه را وپاروي. هغه پر مرستو اعتراف کړی، خو ټینګار یې کړی چې د غزې ولس د دښمن له لوري د وژنو او د تخلیې هڅه شنډه کړې ده.
د حماس دغه مشر د قتل عام، بې کوري، لوږې او نسل وژنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې اوسېدونکي یې له همدې کړاوونو سره لاس و ګرېوان دي.
نوموړي د غزې جګړې پړه پر نړۍ، په ځانګړي ډول امریکا ور اچولې او زیاته یې کړې ده چې واشنګټن د نړۍ د ظالمانه نظام مشري کوي. د هغه په خبره، امریکا د منځګړي رول پر ځای د جګړې او بريدونو شريکه ده.
خالد مشعل د امریکا له لوري د صهیونیستي رژیم سیاسي او پوځي ملاتړ ته په اشارې ویلي، واشنګټن د تل ابیب مدافع وکیل دی او اجازه نه ورکوي چې د غزې د ولس قاتل مجازات شي.
هغه پر اسلامي امت هم غږ کړی چې نړۍ دې د صهیونیستي رژیم د نسل وژنې پر جرمونو حساب ورکولو ته اړ کړي.
مشعل په پای کې ټینګار کړی، غزه نن یوه ستره جګړه او مقاومت پر مخ وړي او نړۍ یې باید یوازې پرېنږدي.



