پر یمن د صهیونیستي اشغالګرو وحشیانه بریدونه؛ څو خبریالان شهیدان شوي- یحیی سریع زموږ غبرګون به ډېر سخت وي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د صهیونیستي اشغالګر رژیم هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د یمن د توغندیو توغولو ځایونه یې په نښه کړي دي.
سریع وویل، د دوی بریدونه پر ملکي ځایونو ترسره شوي دي، چې دوه پکې د خپلواکو ورځپاڼو دفترونه شامل دي او څو خبریالان شهیدان شوي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا ډول تېري به هېڅکله بې ځوابه پاتې نه شي او زموږ غبرګون به ډېر سخت وي.



