د کانونو او پټرولیم وزیر او د غور والي د چورلکې د سقوط له پېښې روغ وتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی ۱۴۰۴):

د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه نن چهارشنبه د وږي ۱۹ د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزو له امله له غره سره د ټکر وروسته لوېدلې ده.

ځايي سرچینې وايي، په دې چورلکه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د غور والي او یو شمېر نور مسوولین سپاره وو.

د پېښې له امله د چورلکې عملې او سپرلۍ ته کوم جدي زیان نه دی اوښتی.

دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د چورلکې د سقوط پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پېښې ټوله سپرلۍ خوندي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button