پر یمن د صهیونیستي اشغالګرو وحشیانه بریدونه؛ ۴۰ تنه شهیدان او ۲۰۰ ټپیان شوي

کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي اشغالګر-ترهګر رژیم جنګي الوتکو د یمن پلازمېنه صنعاء باندې وحشیانه هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۰ تنه ولسي وګړي شهیدان او نږدې ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځایي سرچینو په وینا، ټول قربانیان ملکي خلک دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

سرچینې زیاتوي چې هوایي بریدونه د ګڼ مېشتو سیمو کې شوي او ملکي تاسیساتو په نښه شوي دي.

د یمن روغتیايي چارواکو د مرګ ژوبلې شمېر د زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ټپیانو له ګڼ شمېر یې د سختو ټپونو له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي، چې یمن د فلسطین د ملاتړ له امله د صهیونیستي رژیم د مستقیمو ګواښونو لاندې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button