د خوړو نړیوال پروګرام: د ختیځ زلزلهځپلو کورنۍ د غرونو په لوړو سیمو کې له سختو ستونزو سره مخ دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وږی ۱۴۰۴):
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، ډېری هغه کورنۍ چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د وروستۍ زلزلې له امله بېکوره شوې، اوس په غرونو کې د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي. دغه کورنۍ نه یوازې د خپلو کورونو له لاسه ورکولو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، بلکې د جغرافیایي خنډونو له امله د مرستو له کمښت سره هم مخ دي.
یاد سازمان په خپرو شویو انځورونو کې څرګنده کړې چې ډېری کورنۍ په لوړو غرونو کې پناه اخیستې ده.
د ډبلیو اېف پي په وینا، هڅه کوي چې د هر ډول لارې له لارې د خوړو مرسته ور ورسوي، حتا هغو سیمو ته چې هېڅ سړک نه لري.
دغه پروګرام څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان د زلزلهځپلو لپاره د خوړو بودجه یوازې د څلورو اوونیو لپاره بسنه کوي او که نوې مرستې برابرې نه شي، د کورنیو د لوږې ستونزه به نورې هم پراخې شي.



