تېره ورځ تر ۱۵ زره زيات افغان مهاجرین بېرته هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وږی ۱۴۰۴):

د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د اسلام کلا، ورېښمو لارې، سپین بولدک، تورخم او بهرامچې له لارې ټولې ۲۵۶۴ کورنۍ چې ۱۵۲۷۶ تنه کېږي بېرته افغانستان ته راستانه او ثبت شوي دي.

یادو کورنیو ته د بیلابېلو کمېټو له لوري نغدي مرستې، د لېږد کرایه، روغتیايي خدمتونه، ډوډۍ او اوبه، سیمکارتونه او عامه پوهاوی برابر شوی دی.

د کميسيون د معلوماتو له مخې ، یوازې په تورخم کې له ۱۸۲۰ کورنیو سره د ۷ میلیونو افغانیو مرسته شوې او نږدې ۷ زره کسان نورو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د کميسيون په راپور کې راغلي چې په ټولیز ډول پرون ورځ ۱۷۹۱ کورنیو ته نغدي مرسته، ۲۱۹۴ کورنۍ چې ۱۱۷۴۰ تنه کېږي لېږد، او ۱۲۱۲ سیمکارتونه وېشل شوي دي.

مسوولين وایي، د بېرته ستنو شویو مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره لا زياتې هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button