د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د پروان – بامیان ۲۰ کیلومتره سړک داغګیري چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وږی ۱۴۰۴):
د ټولګټو وزارت د پروان – بامیان ۲۰ کیلومتره عمومي سړک د داغګیرۍ چارې په رسمي ډول پیل کړې. یاد سړک د پروان د شیبر کوتل څخه تر شیخ علي ولسوالۍ پورې غځېدلی او د ۳۲ میلیونو افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوی، چې د پنځو میاشتو په موده کې به بشپړ شي.
د پروان مرستیال والي مولوي محمد ابوالوفاء عثماني د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د سړکونو رغونه او ترمیم د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او هڅه کېږي د موجودو امکاناتو له لارې د خلکو د تګ راتګ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د شیخ علي ولسوالۍ اوسېدونکو د پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې سړک داغګیري به د سیمې د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.



