خان یونس کې د مقاومت کمین؛ ګڼې صهیونیستي شوبلې ویجاړې شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د غزې په جنوبي خان یونس سیمه کې د فلسطیني مقاومت ځواکونو د صهیونیستي اشغالګرو پر پوځي کاروان کمیني بریدونه کړي دي.

د سرچینو په وینا، په دې بریدونو کې ګڼې صهیونیستي شوبلې او زغره‌وال موټر په نښه او بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

مقاومت ویلي، چې دښمن ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتي ده؛ خو د دقیقو تلفاتو شمېر یې تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د ویلو ده، چې صهیونیستي پوځ هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button