غزه کې د مقاومت بریالی برید؛ د صهیونیستي پوځ د مشرانو ټانک الوځول شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا خبر ورکړی، چې په غزه کې یې د صهیونیستي پوځ پر هغه ټانک دروند بم غورځولی، چې د اشغالګرو پوځي مشران پکې ناست وو او جګړه یې رهبري کوله.

د قسام سرچینو ویلي، برید په داسې حال کې شوی چې یاد ټانک د جګړې د قوماندې په موخه په لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای و.

د برید له امله ټانک په بشپړ ډول له منځه تللی او دننه ناست افسران او قوماندانان وژل شوي دي.

د صهیونیستي پوځ ویاند هم د پیښې تائید کړی او منلي یې ده، چې په جبالیا سیمه کې یې د څلور عسکرو وژل شوي دي.

مقاومت وايي، دا ډول بریدونه به د اشغالګرو د جنګي ماشین روحیه ماته کړي او جګړه به د هغوی پر ضد لا پسې توده کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button