صهیونیستي پوځ: له یمن څخه په اشغالي فلسطین توغندیز بریدونه روان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

اسرائيلي پوځ اعلان کړی چې د یمن له لوري ګڼ توغندي د دوی پر لور توغول شوی دی.

د پوځ د وینا له مخې دفاعي سیستمونو له خوا د برید د شنډولو هڅې روانې دي؛ خو د توغنديو د چټکتیا له امله یې تر اوسه مخه نه ده نیول شوی.

تر دې دمه دقیق جزئیات نه دي څرګند شوي چې ایا دغه توغندي د اشغالي فلسطین کومو ښارونو ته رسېدلي دي.

په وروستیو ورځو کې یمني ځواکونو پر اسرائيلو د توغندیو او ډرون بریدونو پیاوړې لړۍ پیل کړې ده.

د انصارالله مسؤلین وايي چې دا بریدونه د غزې پر ولسي خلکو د صهیونیستي رژیم د خونړیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button