فرانسې، جرمني او بريتانيا د قطر پر ضد د اسرائيلو بريدونه غندلي او پر غزې ښار د اسرائيلو پوځي عملياتو بندولو غوښتنه يې وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فرانسې، جرمني او بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډ بيان کې د اسرائيلو هغه بريدونه وغندل چې د قطر پلازمېنه دوحه يې په نښه کړې وه. په بيان کې خبرداری ورکړل شوی چې دغه بريدونه د تاوتريخوالي د لا زياتېدو لامل کېږي او د خبرو اترو د يوې هوکړې پر لاره جدي اغېز کولی شي.
درې واړو هېوادونو د قطر د منځګړيتوب هڅې ستايلې او ټينګار يې کړی چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د سولې د خبرو په پرمختګ کې د دوحې رول حياتي ارزښت لري. هغوی څرګنده کړې چې له قطر سره په بشپړ ډول همدردي او ملاتړ کوي.
وزيرانو پر دې هم ټينګار کړی چې په غزه کې د تلپاتې اوربند د ټينګښت لپاره هڅې دوام ومومي او د جګړې د پای ته رسېدو تر څنګ بايد کافي بشري مرستې د لوږې د مخنيوي لپاره دغه سيمې ته ورسول شي. هغوی په ځانګړي ډول د غزې ښار پر ضد د اسرائيلو پوځي عملياتو د سمدستي درولو غوښتنه کړې.



