کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس د سیاسي دفتر لوړپوړي غړي، اسامه حمدان، ویلي چې په دوحه کې د حماس د پلاوي د وژنې امر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړی و.
نوموړي ټینګار کړی، چې دغه هڅه د امریکا ادارې د ښکاره مداخلې څرګندونه کوي او دا ډول اقدامات د مقاومت اراده نه شي ماتولای.
حمدان زیاته کړه، چې د حماس مشرتابه به د هر ډول ګواښ او ترور پر وړاندې خپل دریځ ټینګ وساتي، ځکه چې د فلسطیني ملت قضیه د هیچا په فشارونو نه شي ختمېدلی.


















