کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د دفاع وزارت مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره په بدخشان کې د لوی پامیر د سړک جوړولو پروژه پیل شوې چې ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري. دغه سړک د واخان ولسوالۍ د ګازخان له سیمې پیلیږي او د لوی پامیر تر زرقول جهیل پورې غځېږي. د پروژې مسوولین زیاتوي چې تر اوسه د کار ۳۰ سلنه بشپړ شوی دی.
واخان یوه ستراتیژیکه سیمه ده چې د افغانستان، تاجیکستان، چین او پاکستان تر منځ پرته ده.
د لوی پامیر د سړک جوړېدل د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکموي او افغانستان د منځنۍ او ختیځې اسیا د نښلوونکي ټرانزیټي دهلیز په توګه نور هم مهموي.


















