کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د کابل امنیه قوماندانۍ د ۱۸مې امنیتي حوزې پولیسو هغه شپږ کسیزه ډله نیولې چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې به یې د وسلو په زور خلک لوټول. د پولیسو په وینا، نیول شویو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف کړی دی.
له دغو غلو سره درې سیټه موبایلونه، دوه موټرسایکلونه او نور توکي هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
مسوولين وايي، د تورنو دوسیه د قانوني څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې ده.


















