کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس اعلان کړی، چې درې تنه صهیونیستي جاسوسان یې اعدام کړي دي.
د حماس د امنیتي چارواکو په وینا، یاد کسان د صهیونیستي دښمن په ګټه د جاسوسۍ جرمونو کې ښکېل وو او د څېړنو له بشپړېدو وروسته د محکمې له پرېکړې سره سم په سزا ورسول شول.
سرچینې وایي، حماس تل هغه کسان د سختو جزاوو مستحق ګڼي، چې د دښمن په ګټه د فلسطیني ولس د مقاومت او ازادۍ د مبارزې پر ضد منفي کړنې ترسره کوي.
د ویلو ده، چې یاد غورځنګ تر دې وړاندې هم د غزې بېلا بېلو سیمو کې ګڼ شمېر صهیونیستي جاسوسان،غله او په نورو جرمونو کې ښکیل کسان اعدام کړي دي.


















