خالد مشعل: اسلامي نړۍ یوازې پرېښې یو، دا حالت د شرم وړ دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ مرستیال مشر “خالد مشعل” یوځل بیا د اسلامي نړۍ پر هېوادونو سختې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې د غزې مظلوم ولس د ډېرو کلونو راهیسې د صهیونیستي اشغالګرو پر وړاندې یوازې پاتې دی.

مشعل زیاته کړې، که څه هم اسلامي هېوادونه په خبرو او شعارونو کې د فلسطین ملاتړ څرګندوي؛ خو په عملي ډګر کې هېڅ ډول بنسټیز ګام نه پورته کېږي او یوازې په تشو ژمنو بسنه کېږي.

د هغه په وینا، د داسې کړنو دوام د شرم وړ دی او د اسلامي امت د بې وسي څرګندونه کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د غزې خلک به د اسلامي نړۍ دا بې پروايي هېڅکله له یاده ونه باسي او راتلونکو نسلونو ته به یې د یوې عبرتناک پیغور په توګه انتقال کړي.

مشعل پر اسلامي هېوادونو او نړیوالو عادلانه ځواکونو غږ کړی، چې د غزې د خلکو د ژغورنې لپاره عملي اقدامات وکړي، ځکه د هغه په خبره، د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو نه، بلکې د ټول اسلامي امت ګډ مسوولیت دی.

مربوطه مطالب

Back to top button