کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د غور – هرات عمومي سړک د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې. دغه پروژه به د ۱۶ کیلومترو په اوږدوالي او ۷ مترو په سور د ټولګټو وزارت له پراختیایي بودجې څخه د څه باندې ۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت عملي شي.
د غور د ټولګټو چارو رییس عبدالکریم ابو شعیب وايي، د سړک د بیارغونې لپاره ټولټال ۲۷ میلیونه او ۵۵۳ زره ۶۵۵ افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د هغه په وینا، دغه سړک د ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره مهمه لار ده او د دې بیارغونه به د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند مثبت اغېز ولري.


















