کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ ویاند باسم نعیم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطین مقاومت لا هم پیاوړی دی او د صهیونيستي رژیم پوځ ته هره ورځ د پام وړ مرګ ژوبله اړوي.
هغه ټینګار وکړ چې مقاومت په غزه کې د خلکو د حقونو د دفاع لپاره له هیچا سره خبرې نه کوي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره بشپړ هوډ لري.
نوموړي وویل چې حماس ځواکونه د غزې په مختلفو سیمو کې عملیات ترسره کوي، د صهیونيستي پوځ پوستې او مهم نظامي اهداف په نښه کوي او په دې لړ کې ګڼ شمېر پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
باسم نعیم همداراز خبرداری ورکړ، چې د مقاومت هر اقدام په دفاعي چوکاټ کې ترسره کېږي او د غزې د خلکو د امنیت لپاره یې هڅې مهمې دی.