کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ایران ولسمشر مسعود بزشکیان د دوحې د سفر پر مهال ویلي چې اسراییل د امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو په ملاتړ هر څه کوي او حتی پر ډېرو اسلامي هېوادونو یې بریدونه کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې په غزه کې د ماشومانو وژنه، لوږه او بمبارۍ د یوې بشري فاجعې او نسلوژنې څرګندې نښې دي.
بزشکیان چې د عربي او اسلامي هېوادونو د بیړنۍ سرمشريزې په موخه دوحې ته روان و، هیله وښوده چې غونډه به د اسلامي هېوادونو یووالی او ګډ دریځ لا پیاوړی کړي. هغه ټینګار وکړ چې د تلابیب جنایتونه باید په نړیوالو حقوقي بنسټونو کې تعقیب شي او پر ضد یې عملي ګامونه پورته شي.
ایراني ولسمشر له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې پر اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو سربېره تر ټولو مهم ګام د اسراییلو سره د اړیکو پرېکون دی. د هغه په وینا، که ټول مسلمانان لاس یو کړي، اسراییل به ونه شي کولای د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په اسانۍ سرغړونې وکړي.