کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویلي، چې د غزې په شمال کې یې ۸ تنه صهیونیستي پوځیان وژلي دي.
د حماس پوځي څانګې “القسام لېوا” د معلوماتو له مخې، برید تېره شپه ترسره شوی، چې پکې د ماینونو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، د برید هدف د اشغالګرو پوځي ګزمه وه، چې د حماس د ځانګړو ځواکونو له خوا په کمین کې ښکیل او درانه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
حماس ټینګار کړی، چې مقاومت به د صهیونیستي ریژیم پر وړاندې تر وروستۍ سلګۍ پورې دوام لري او تر هغه به جګړه نه دریږي څو فلسطین بشپړ آزاد نه شي.