عبدالملک حوثي د دوحې غونډې ګډونوالو ته: صهیونیستي ریژیم یوازې د زور په ژبه پوهیږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” د دوحې غونډه نمایشي بللې کې او ټینګار یې کړی، چې صهیونیستي ریژیم یوازې د زور په ژبه پوهیږي او غندنې د اُمت دردونو ته هېڅکله دوا نه شي کیدلی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د فلسطیني ولس د ازادۍ مبارزه به تر بریا پورې روانه وي او یمني ولس به یې ترڅنګ ولاړ وي.

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي: د اسلامي امت ګډ مسئولیت دی، چې د فلسطیني ولس تر څنګ ودریږي او د اشغالګرو پر وړاندې نظامي اقدام وکړي.

حوثي زیاته کړه:

> “صهیونیستي رژیم د خبرو، جوړجاړي او دیپلوماتیکو هڅو په وسیله نه تسلیمېږي، بلکې یوازې د زور، فشار او مقاومت ژبه یې درک کولی شي.”

د انصارالله مشر ټینګار کړی، چې د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو نه، بلکې د ټول امت اسلامي اُمت قضیه ده او هر مسلمان د دې رسالت د ترسره کولو مسؤل دی.

مربوطه مطالب

Back to top button