صهيونيستي پوځ د غزې د نیولو لپاره ستر پوځي یرغل پیل کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
صهيونيستي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ويلي، د دې رژیم پوځ پر غزه د بشپړې نیونې لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي، چې غزه په اور کې سوزېږي او تر څو چې د دوی ماموریت بشپړ شوی نه وي، پوځ به پر شا نه ځي. د پوځ د معلوماتو له مخې، دوه لوی پوځي دلګي غزې ته داخل شوي او نور ځواکونه هم په لاره دي.
فلسطیني سرچینو ویلي، په تېرو څو ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۲ تنه شهیدان شوي او ګڼ شمېر کسان د نړېدلو ودانيو لاندې پاتې دي. د غزې ښار اوس د درنو بمباریو او توپچي ډزو لاندې دی.
دغه یرغل وروسته له هغه پیل شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبيو د نتانیاهو سره په بیتالمقدس کې وکتل او ورته یې د برید ملاتړ څرګند کړ.
د اسرائیلو ورځپاڼې راپور ورکوي، چې تر ۳۰۰ زرو زیات فلسطینیان د جګړې له امله د غزې له ښاره بېځایه شوي، خو لا هم شاوخوا ۷۰۰ زره کسان په ښار کې ایسار دي.
راپورونه زیاتوي، چې د اسرائیلي پوځ ځینې لوړپوړي مشران د یرغل مخالف دي او د اسیرانو کورنۍ هم د نتانیاهو پر ضد مظاهرې پیل کړې دي.



