د دفاع وزير مولوي محمد یعقوب د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د اړیکو او همدردۍ په تړاو وکتل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د خپل رسمي سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو له وزیر الدکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي دي.

د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد په خپل رسمي ټويټر (اکس) اکاونټ ليکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو په اړه خبرې او بحثونه شوي دي.

دغه راز نوموړي زياته کړې، چې د قطر له ولس او حکومت سره د اسلامي امارت د ملاتړ او همدردۍ ټینګار هم شوی دی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې مخکې د اسرائيلي الوتکو په بمبار کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس د مذاکراتي پلاوي پنځه غړي او یو تن قطري تبعه شهیدان شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button