کابل کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي مشورو دویمه ناسته ترسره شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
په کابل کې د افغانستان او روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورو دویمه ناسته ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې افغان پلاوي مشري د درېیم سیاسي ریاست رئیس ډاکټر عبدالحي قانت او د روسي پلاوي مشري د اسیا د دویمې ادارې رئیس الکسي پاولوفسکي کوله.
په ناسته کې دواړو لوریو د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې او نړۍ د وروستیو بدلونونو، سیمهییز ثبات او امنیت ترڅنګ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ د لوړولو، پانګونې فرصتونو او ټرانزیټي لارو د پراختیا پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ.
همداراز د سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د ګډې همغږۍ او دوامدار سیاسي تفاهم پر پیاوړتیا هوکړه وشوه.



