پرتګال به سبا فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد به سبا د یکشنبې په ورځ فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني. وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له ناستې یوه ورځ مخکې ترسره کېږي.

سرچینې زیاتوي، چې پرتګال د فلسطین د دولت په جوړېدو کې د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي او غواړي د فلسطیني ولس د حقونو د تأمین لپاره خپله ونډه ولري.

تر دې وړاندې د بریتانیا، فرانسې، کاناډا او اسټرالیا په ګډون نهه نورو هېوادونو هم اعلان کړی، چې فلسطین به د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

مربوطه مطالب

Back to top button