یمني ځواکونو پر صهیونیستي اهدافو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو د فلسطیني ولس د ملاتړ او د صهیونیستي یرغل پر ضد د غبرګون په توګه پر اسرائیلي پوځي اهدافو نوي عملیات ترسره کړي دي.
د یمني پوځ د اعلامیې له مخې ځواکونو یې د “قدس” ډول بالستیک توغندي په وسیله د اشغالي فلسطین دننه مهم پوځي اهداف په نښه کړي چې له امله یې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ عسکر د تېښتې پر مهال ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د هوايي ځواک له لوري هم په بېلابېلو سیمو کې پر اسراییلي پوځي اډو او مهمو مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره شوي چې د یادو مرکزونو د فعالیتونو فلج کېدو او د ځینو هوايي اډو د تړل کېدو لامل شوي دي.
اعلامیه کې راغلي: چې د ام الرشراش سیمه (ایلټ) به د یمني ځواکونو د راتلونکو عملیاتو هدف وي او پرلهپسې به د اسراییلي رژیم پر ضد بریدونه ترسره کېږي.
یمني پوځ ویلي، خپلې پوځي وړتیاوې به لا پیاوړې کړي او تر هغه وخته به پر دښمن بریدونه جاري وي څو د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي او د فلسطین مظلوم ولس بریا ترلاسه نه کړي.



