د امریکا د پوځ بلک هاک چورلکې لوېدو پېښه کې څلور پوځیان مړه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

امریکایي چارواکي وايي، د دغه هېواد د پوځ یوه بلک هاک MH-60 ډوله چورلکه د واشنګټن ایالت په کلیوالي سیمه کې د ګډې پوځي اډې (Joint Base Lewis-McChord) ته نږدې را لوېدلې چې له امله یې څلور پوځیان مړه شوي دي.

د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو د هوايي قطعې (160th Special Operations Aviation Regiment) اړوند دغه چورلکه د تمریني الوتنې پر مهال د سیمې په غرنیو او ځنګلونو کې لوېدلې ده. د پوځ چارواکي وایي، د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال جوناتن براګا د وژل شویو پوځیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button