په بغلان کې د پلخمري – دوشي سړک د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ترمیم چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د بغلان ولایت په پلخمري – دوشي سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د څه باندې ۳۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوې.

یاد سړک شاوخوا ۲۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د هېواد له پلازمینې سره نُه شمالي ولایتونه نښلوي. د ټولګټو وزارت وايي، د ترمیم چارې به په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړې شي.

د پروژې له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او د سوداګریزو او کرنیزو توکو انتقال به په اسانه ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button