کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د ۸۰یمې عمومي ناستې په څنډه کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د غزې د روان کړکېچ او راتلونکي په اړه بحث کړی دی. د دې ناستې ګډونوالو کې د سعودي عربستان، قطر، ترکیې، پاکستان، اردن، اندونیزیا او متحده عربي اماراتو مشران شامل وو.
راپورونه وایي، ټرمپ په دې ناسته کې هغه طرحه وړاندې کړه چې له مخې به د غزې کړکېچ د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو او د سیمې د هېوادونو د ګډو ځواکونو له لوري د غزې د امنیت په ساتلو حل کېږي. نوموړي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د غزې د بیارغونې لپاره پراخې مالي مرستې ځانګړې کړي.
ټرمپ د ناستې له پای وروسته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې د غزې د جګړې د سمدستي درولو غوښتنه هم وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا تر دې وړاندې څو ځله د غزې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه ویټو کړي وو.


















