کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د غزې په شمالي سیمو کې د مقاومت ځواکونو او صهیونیستي پوځیانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي چې په پایله کې یې ګڼو صهیونیستي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
راپورونه وایي، نښتې په شجاعیه، بیت حانون او جبالیا کې هغه مهال رامنځته شوې چې صهیونیستي پوځ د ځمکني پرمختګ هڅې کولې، او مقاومت ځواکونو له کمینونو، ماینونو او د ټانک ضد توغندیو څخه کار اخیستی او د اسرائیلي ځواکونو پر کاروانونو یې مرګوني بریدونه کړي دي.
سرچینو د څو تنو صهیونیستي پوځیانو د وژل کېدو او ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو پخلی کړی؛ خو د دقیقو شمېرو په اړه یې مالومات نه دي ورکړي
. د اسرائیلي پوځ ویاند هم یوازې د تلفاتو شتون منلی؛خو زیات جزییات یې نه دي ورکړي.
سرچینې زیاتوي چې د جګړو له امله په سیمه کې انساني وضعیت نور هم خراب شوی، ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې او روغتیایي مرکزونه د سخت فشار سره مخ دي.

















