کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۷ بیلابیلې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي.
همدارنګه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ لپاره د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۷ پراختیايي پروژې بشپړې شوې.
په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو، اوبو لګولو کانالونو او سربندونو جوړول شامل دي او په جوړولو سره يې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

















