کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر او د وزیرانو د شورا مرستیال عبدالله بن زايد آل نهيان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنيامين نتنياهو سره کتلي دي.
دواړو لوریو د سیمې پر روانو حالاتو او د نړیوالو هڅو په اړه خبرې کړي، چې موخه یې د غزې جګړې پای ته رسول دي.
عبدالله بن زايد په خبرو کې ټینګار کړی چې په غزه کې روانه خونړۍ جګړه باید ژر تر ژره ختمه شي او دایمي اوربند تامین شي، څو د بېګناه انسانانو ژوند وژغورل شي او د فلسطیني ولس انساني ناورین پای ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې چې د شخړې د حل یوازینۍ لار د دوو دولتونو حل دی او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي.
















