کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)
اروپايي ټولنې ګېلس برټران د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
نوموړی پخوا هم د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د سیاسي څانګې مشري کړې وه او د افغانستان له سیاسي او امنیتي بدلونونو سره ښه بلدتیا لري.
د دې دندې مسوولیت تر دې وړاندې د لیتوانیا د ډیپلوماټ توماس نیکلسون پر غاړه و، چې څو کاله یې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د ګېلس برټران ټاکل کېدل په داسې حال کې دي، چې افغانستان له جدي سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او اروپايي ټولنه هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې منظمې وساتي.
















