د کورنیو چارو وزارت د رینجر پر ځای د بدیلو موټرو د کارولو پرېکړه وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د وزارت په مشرتابه ناسته کې پرېکړه شوې، چې له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو لپاره د رینجر پر ځای بل ډول وسایط وکارول شي.

د نوموړي په وینا، دا پرېکړه د هغو وسایطو د انتخاب لپاره شوې چې د افغانستان له جغرافیې او امنیتي اړتیاوو سره ښه سازګار وي.

قانع زیاته کړې، چې د بدیلو وسایطو ټاکنه به د عملي ارزونې او ازموینې له مراحلو وروسته نهايي شي.

د رینجر موټرو کارونه له اوږدې مودې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا کېده، خو چارواکي وايي چې د ځینو سیمو د سړکونو او اقلیمي شرایطو له امله د بدیلو وسایطو اړتیا احساسېده.

مربوطه مطالب

Back to top button