کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ويلي، چې پرون د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ټولټال ۶۷۳ کورنۍ، چې ۳۲۲۰ تنه کېږي، په اجباري توګه افغانستان ته راستانه شوي او ګمارل شویو کمېټو ورته اړین خدمتونه وړاندې کړي دي.
د راپور له مخې، د اسلام کلا له لارې ۵۰ کورنۍ، د ورېښمو لارې له لارې ۱ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۳۲۹ کورنۍ، او د تورخم له لارې ۲۹۳ کورنۍ راستانه شوې دي. له دغو کورنیو سره نغدې مرستې، د لېږد اسانتیاوې، روغتیايي خدمتونه، ډوډۍ او اوبه برابرې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې د ټولو مرکزونو په کچه له ۱۰۸۲ کورنیو سره نغدې مرستې شوې، ۲۶۸۷ تنه خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي او ۸۲۰ سیمکارتونه وېشل شوي دي.















