کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳م د اکتوبر له اوومې نېټې راپه دېخوا د اسرائيلي پوځ او امنيتي ځواکونو د وژل شويو شمېر ۱۱۵۰ تنو ته رسېدلی، چې پکې ۱۰۳۵ پوځيان شامل دي. دغه شمېر د اکتوبر د بريد، د غزې جګړې، لبنان او لوېديځې غاړې پېښو ټول قربانيان رانغاړي.
راپور زياتوي، له همدې نېټې راهيسې ۹۷۸ ملکي اسرائيليان هم وژل شوي، او نږدې ۸۰ زره تنه د جګړو او بريدونو له امله ټپيان يا زيانمن شوي دي.
د اسرائيلي چارواکو په وينا، جګړې له پيل راهيسې ۳۰ زره اسرائيليان د رواني ګډوډۍ له ستونزو سره مخ شوي دي، چې ډېری يې د غزې جګړې او د اوږدو راکټي بريدونو د فشار له امله رواني درملنې ته اړ دي.
که څه هم اسرائيلي حکومتي ادارې د خپلې پاليسۍ له مخې د خپلو نظامیانو وژل شويو او ټپيانو شمېر کم ښيي خو د حماس سرچينې او ازادې رسنۍ وايي، چې د اشغالګرو اسرائيلي نظاميانو شمېر تر دې څو چنده زيات دی.