حماس: د فلسطین اوسنی حکومت بې‌واکه دی باید یو ټول‌شموله اداره جوړه شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)

حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د فلسطین اوسنی حکومت خپل واک له لاسه ورکړی او د ملت د ارادې استازیتوب نه شي کولای.

د دوی په وینا، د اوسني وضعیت د سمون لپاره اړینه ده، چې یو ټول‌شموله ملي حکومت جوړ شي، چې د ټولو فلسطیني ډلو او سیاسي جریانونو ګډون پکې وي.

حماس زیاتوي، اوسنی واکمن جوړښت د بهرنیو فشارونو تر اغېز لاندې دی او نه شي کولای د فلسطین د خلکو د قربانیو او مقاومت استازیتوب وکړي.

دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې د راتلونکي حکومت جوړښت باید د ملي اجماع پر بنسټ وټاکل شي، نه د هغو کسانو له‌خوا چې د نیواکګرو په خوښه عمل کوي.

د حماس په وینا، د فلسطین د ازادۍ، خپلواکۍ او د غزې د بیا رغونې لپاره ملي یووالی او ګډه پرېکړه یوازینۍ لار ده.

مربوطه مطالب

Back to top button