د سوریې پارلماني ټاکنې؛ کردانو او ګڼو سیاسي ډلو پرېکون اعلان کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)
په سوریه کې پارلماني ټاکنې پیل شوي؛ خو ګڼو سیاسي ډلو، کردانو او د سوریې ستر سیاسي ګوند “بعث” ورسره پرېکون اعلان کړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه ډلې وايي چې ټاکنې ازادې او عادلانه نهدي، بلکې د اوسني ريژیم د مشروعيت د دوام لپاره یوه هڅه ده.
د کردي سیاسي شورا غړو ویلي، تر هغو چې د سیاسي بنديانو ازادي، د اساسي قانون بدلون او د نړیوالو څارونکو شتون تضمین نهشي دوی به ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
په همدې حال کې، د سوریې د بعث ګوند ویاند هم ویلي، اوسنی نظام د خلکو د ارادې استازیتوب نهشي کولای او ټاکنې یوازې د واک د تمرکز د دوام وسیله ګرځېدلې ده.
تمه ده ټاکنې به نن تر ناوخته د روانې وي؛ خو د اپوزېسیون ډلو له خوا د پرېکون اعلان د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.



