مجاهد: هېچا ته د بګرام اډې د نیولو اجازه نه‌ورکوو؛ امریکا سره د کابل او واشنګټن د سفارتونو د پرانیستلو خبرې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د «اسکای نیوز» سره په مرکه کې د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه رد کړې چې ګوندې امريکا دې بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي. نوموړي ټينګار کړی چې افغانان به هېڅکله اجازه ورنه‌کړي چې د هېواد خاوره د هر ډول شرایطو لاندې نورو ته وسپارل شي.

مجاهد زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت په ساتنه کې جدي دی او هېڅ بهرني هېواد ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي حضور ولري.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې اسلامي امارت له امريکا سره د کابل او واشنګټن د سفارتونو د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې کړي او تمه لري چې دا بهیر د دواړو هېوادونو د متقابل تفاهم له مخې عملي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button