دکتور لطف الله خيرخوا
که څه هم په ټوله کې د انفراديت د فلسفې بنسټګر نېچه ګڼل کېږي، ځکه چې د ارزښت او معنا پر ضد يې زړه شينی کار وکړ، خو داسې بريښي چې د دې نظريې په تتو شاليدونو کې د اوسنۍ نړۍ وړاندليدونکو کاهنانو هم کار کړی. دا يوازې د يو انسان د فکر زېږنده نه بريښي.
په هر صورت دلته له انفراديته ځانګړتيا مراد نه ده. دلته انفراديت په فکر، ژوندود، مقصديت او رويه کې له ټولنې څه؛ چې له بل هر ذاته د الهام اخيستلو پرېکون ته انفراديت وايي..
دا انفراديت اصلا د «ذات» او «انا» تقدس دی. د فرد او ټولنې تر منځ د توازن ساتنې لپاره د انسان د مرکزيت پر ځای په انفرادي لحاظ د ذواتو او انانيتونو مرکزيت ته قايلېدل دي. په دې دريځ کې د انساني ارزښتونو ځای، ګټې او خوند ته پاتې کېږي..ګټه او خوند د ژوند او تړاو معيار شي..ګټه او خوند د هر ذات او انا جلا ده…هر يوه ته بويه چې خپله ګټه او خوند څه ډول تامينوي…همدا د اوسني هيومنزم بنسټ هم دی…ځکه چې هيومنزم پر «لاعقلانيت» ډېر ترکيز کوي..د خيال، عاطفې، غريزې، هوس، خوند او لطافت پر بنسټ د ژوند قايل دی..دا محورونه بيآ اصلا د «ذات» او «انا» د پاللو لپاره بهترين بستر دی..دلته بيا د فکر وړ خبره دا ده چې په «لاعقلانيت» روان وګړی څنګه د «عقلانيت» دعوه کولی شي؟!!
دې انفراديت دومره «نرګسيت» زېږولی چې د غرب وګړي اوس خپلو کې هم سره په دې اړه بيا فکر کولو ته تر اوسه تيار نه دي. بل چا سره خو يې ځکه بحث نه کېږي چې د غربي يکه تازۍ غرور يې ورته نه پرېږدي. همدا وجه ده چې پر ټوله نړۍ يې د ترويج او تبليغاتو په مټ په لومړۍ درجه او ځينې ځای پر خپل فکر ان د بيا ملت سازۍ خوبونه ويني..
دلته يو بله خبره هم د يادونې وړ ده چې په دې انفراديت کې غربي انسان ته هغه نسبي شخصيت هم پاتې نه شو. پوره شخصيت خو پرېږدئ. که دا فکر د افرادو پر شخصيتي تشکيل او ودې څرخېدلی، نو کېدی شي نتايج به يې بدل وو.
د دې انفراديت بنسټيز تحقق د «بېلګې» په انکار کې دی. په دې انفراديت کې انسان له الفه تر ياء په مفهومي لحاظ خپله د خپل ځان «بېلګه» ده. په دې انفراديت کې دی په ژوند کې، ان د دې واک هم لري چې له خپل انساني هويته انکار وکړي او ځان ته يو بل تعريف او د پېژندلو نورې نښې پيدا کړي…
دلته موږ «بېلګه» څه ته وايو؟ بېلګه هغه مثال دی، چې يو انسان يې په خپل ژوند او ژواک کې د مسيرونو د انتخاب لپاره بنسټ او بې بديله ګڼي. د ده باورونه، د ده احکام، د ده اخلاقيات، د ده رويې، د ده ظاهر، د ده روان او د ده عقل يې د خپل وجود او تداوم لپاره سرچينه ګڼي…
موږ مسلمانان مثلا پر واجب الوجود ذات ايمان لرو. ټول نومونه او صفات يې منو. بناءً، هغه زموږ معبود دی. هغه موږ ته بېلګه انسانان «پېغمبران» رالېږلي. بېلګه کتابونه يې رالېږلي. د هغوی لارښوونې راته د هغوی بېلګه ملګرو را رسولي. د دوی په مدارسو کې بېلګه امامان پيدا شوي…همداسې تر ننه پورې د هرې بېلګې ځانګړی حيثيت او تداوم دی..
د «اوسني انسان» ستونزه په دې مورد کې دا ده چې د ده عقل معبود نه مني. بناءً، د معبود لخوا ټاکل شوې بېلګې هم نه شته. دا يې د انفراديت بنسټ دی. له معبوده انکار د بېلګې د انکار لپاره دی. دی که څه هم دلته عقلانيت ظاهروي، خو کمزوري يې بيآ دومره ده چې يوازې د خپل ځان په سمبالولو هم نه پوهېږي…او نهايت کې د «لاعقلانيت» خټو کې ښخېږي..
د دې خبرې مطلب دا دی چې دی معبود نه مني، خو ځان له بندګۍ نه شي ژغورلی، ځکه چې د ده وجود بې بندګي نه شي تحمل کولی. زموږ نصوصو موږ ته دا صورت پخوا ويلی چې له واجب الوجوده انکار، پر يو بل کمزوري معبود باور لازموي. په دې صورت کې دی خپله د خپل ځان معبود دی. د معبود اغېز په لارښوونه کې دا دی چې انسان يې له هېڅ امر څخه نه شي منکرېدلی. دا که فرضاً د ده عقل او ځان وي، همدا يې معبود دی…
دلته بيا د ده ستونزه دا ده چې ده خپله ځان نه دی پيدا کړی. دی ان خپل هويت هم په ټوله معنا نه شي درک کولی، نو ځان به څنګه رهبري کوي؟ دا هغه بحث دی چې د انسان ټول ژوند رانغاړي او په يوې پسې پر نورو مراحلو اغېز کوي…
دلته دا هم مهمه ده، چې ځينې خلک بيا دومره هم نه پوهېږي چې زه څه منم او له څه منکر يم؟ نو دا انسان به بيآ څه کوي؟ همدا زموږ او د غرب د عقلي جګړې بنسټ ږدي. غربي انسان دلته د دومره ارفعيت احساس کوي چې د ده نفسيات يې بيا د وړلو تاب نه لري. دی خو اصلا د ارفعيت پر احساس له الله تعالی منکرېږي، مګر له انسانيته بيا په ادنايت کې وځي. دی که په دې تفکر کې هر ډول صعودي مزل غواړي، توان يې نه شته، دی به جبرا نزولي مزل کوي او اخر به د انسانيت له دايرې ښکته وځي. دا پر انسان د غربي لېبرالېزم د عملي کولو لومړنی اغېز دی چې په اسلامي ادبياتو کې هغه الحاد ګڼل کېږي چې د عقلانيت پر دعوی ولاړ دی..
پر همدې بنسټ د «حق» په اړه د انسان تصور نسبي کېږي، ځکه چې هر انسان د دغسې ارفعيت احساس کوي، بناءً د هر انسان پر اند دی پر حق دی او بل هم پر حق دی، معنا حق متعدد دی. همداسې د ده پر اند حق متغير دی، د ده پر اند حق د تجزيې قابل دی، د ده پر اند حق همغه دی چې دی يې حق ګڼي…
په غربي ټولنه کې چې د ايمانياتو او عقايدو په اړه د «زغم» کوم نظرياتي تصور مطرح کېږي، بنسټ يې همدا دی. که څوک وايي، زه له اسماء او صفاتو سره پر الله تعالی ايمان لرم، دی وايي، ته پر حق يې. بل به وايي، زه يې له اسماء او صفاتو پرته منم، ده ته هم وايي، ته پر حق يې. بل وايي زه هېڅ نه منم، ده ته هم وايي، ته پر حق يې. بل به وايي لمر مې معبود دی، ده ته وايي، ته هم پر حق يې او همداسې مخکې ځه …
دلته دا بايد ياده وي، چې عام «زغم» جلا موضوع ده. په هغه کې به د دوه عاقلانو تر منځ اختلاف نه وي. دا زغم په کار دی. تر هغه چې د چا مسلم حق تروړل شوی نه وي، څوک د چا پر ضد د بې زغمۍ قايل نه دي…
د لېبرالېزم «زغم» په دې مورد کې د حق له تعدده زېږي. د حق له تغيره زېږي او د حق له تجزيې زېږي. د حق له خصوصي کېدو زېږي. او دا يوه ستره مغالطه ده چې په اوسني وخت کې يې د خلکو پر سترګو پردې اچولي…
موږ په دې مورد کې وايو چې حق مطلق دی، نسبي نه دی. حق يو دی، متعدد نه دی. حق ثابت دی، متغير نه دی. حق بسيط دی، د تجزيې قابل نه دی. حق واجب القبول معيار دی، د انسان خپل انتخاب حق نه دی…
په دې جانب کې د «زغم» تصور دا دی چې د حق مقابل باطل دی. په نظري لحاظ د حق او باطل پېژندنه د انسانيت د تداوم اصل او يوازينی محرک دی. په نظرياتي لحاظ د حق او باطل جدل د حقيقت پسندۍ بنسټ دی. تر دې ځايه زغم اصلاً او اساساً، طبعاً او بداهتاً مطلوب دی. دلته د بې زغمۍ تصور اصلاً نه شته…
دا چې کله بيا د دواړو تر منځ د بې زغمۍ نور علتونه پيدا کېږي، هغه جلا بحث دی. پر خپل ځای کتل غواړي چې دا بې زغمي يوازې له نظري معرفته پيدا شوې، که له نظرياتي جدل څخه؟ دا دواړه داسې موارد دي چې بې زغمي په کې اصلا د بحث موضوع نه ده. بې زغمي که زېږي نو له نورو داسې علتونو به وي چې د بې زغمۍ د ايجاد تاثير به لري او هغه بايد جلا او دقيق بحث شي…
په پورته لنډ بحث کې د نږه مسلمان او غربي لېبرالېست د عقلانيت بنسټونه سره جلا کېږي او پر همدې بنسټ د ټولنې اقشار زېږي. په راتلونکي کې به موږ دا ولولو چې د غربي لېبرالېستانو پر دې عقلانيت نور څه بناء دي؟ او غربي ټولنه کومې خوا ته سوق کوي؟
د يادونې په ډول يې وايم؛ د غربي لېبرالزم د تهاجمي رويې دليل هغه غرور دی چې فوکوياما دا لېبرالېزم د انساني عقل اوج ګڼي او هنګتنګتن يې بيا په تمدني لحاظ د يکه تازۍ وړ. د دې فکر لپاره بې رحمه ترويج او تبليغ کېږي چې په مجموع کې ترې ټول انسانيت متضرر دی…
د دې بحثونو په پايله کې هغه پوښتنه هم ځوابېږي چې د شلمې پېړۍ د مسلمانو مفکرينو د وړاندوينې په اړه کېږي…هغوی نږدې سل کاله مخکې د غربي ټولنې د نړېدو وړاندوينه کړې وه..مګر موږ غربي ټولنه تر اوسه مخ پر پياوړې کېدو وينو، نو د شلمې پېړۍ د مسلمانو مفکرينو وړاندوينه غلطه وه؟؟؟