له غزې پر صهیونیستي اهدافو پراخ بریدونه روان دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله ۱۴۰۴)

د فلسطیني مقاومت ځواکونو له غزې تړانګې څخه پر صهیونیستي اهدافو پراخ توغندیز بریدونه کړي دي.

د حماس او اسلامي جهاد سرچینو ویلي، چې دغه بریدونه د “طوفان الأقصی” عملیاتو د دویمې کلیزې په مناسبت ترسره شوي او د تل‌ابیب، عسقلان او نیټېوټ سیمې یې په نښه کړې دي.

د اسرایيلي رسنیو د راپورونو له مخې، د توغندیو له امله په ګڼو ښارونو کې د خطر زنګونه وشرنګېدل او د خلکو د ژغورنې ټیمونه سیمو ته ورسېدل.

په ورته وخت کې یمنی ځواکونو هم د اسرایيلي اهدافو پر ضد د بالستیک توغندیو او ډرون بریدونه تایید کړي، چې ویل کېږي د فلسطیني مقاومت د ملاتړ په موخه ترسره شوي دي.

حماس غورځنګ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا بریدونه د قدس د آزادۍ او د امت د یووالي پیغام لري او تر هغو به دوام وکړي څو “اشغال پای ته ونه رسېږي.”

مربوطه مطالب

Back to top button